بيابه رڼاراشي
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 

شپه به خدای سبا کړي،خامخا به سحروبريښي

تيربه داتورتم شي ،بيا به څريکه دلمر وبريښي

 

دادخدای وعده ده،چې زحمت پسې راحت راځي

داخفګان به تيرشي،بيابه دلته اختر وبريښي

 

زمونږ ماته بيړۍ به،دطوفان له څپو تېره شي

بيابه دساحل په لوري،لار او ګودروبريښي

 

هرځای به رڼاشي ،دهرڅه پته به ولګي

بد به له ښو بيل شي،دهرڅه  به جوهروبريښي

 

اوس خوهرشيطان په ځان،دشيخ لباس اغوستئ دی

څيرې به ماسکونه شي،دوخت کوډګر به وبريښي

 

اوس که توره شپه ده، نظر نه لګي،سبا به شي

ورورته به پخپل ډز،دورور تکسورپرهروبريښي

 

ورورچې ورورته ګوته په ماشه،سنګرنيولی دی

هرورورته به خپل سنګر،دبل چا سنګر وبريښي

 

اوس که له يوبله مروردي،سره جوړ به شي

يوافغان به بل ته،دځان ليچ او وزر وبريښي

 

ورک به شي دجنګ قاصد،شيطان به هم مختوری شي

خپل منځکې به ټول هيواوال،يار اوياور وبريښي

 

تېر به سره هېرکړي،وروربه ورورپه غيږکې ونيسي

وروربه دخپل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي

 

ورکه به جګړه شي،خدای به سوله په مونږ راولي

ورځ به داختر په څېر شي،شپه به قدر وبريښي

 

اوس که دسيالانوپه قطارکې،افغان سيال نه دی

دا افغان به بيرته،دهر سيال برابر وبريښي

 

اوس چې دوخت تورې،سيلۍ وړی بيدرکه دی

بيرته به قيامه،درک ستا ددلبر وبريښي

 

والدورف/جرمنی

10.09.2011


September 21st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان